اسلام آباد ۔ 18 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د اوبو او برېښنا وزارت ته هېواد كښې د برېښنا كمې تر سره كولو له په بېړنو بنيادونو د ټولو وسيلو كارولو امر كولو سر?? وئيلي دي اولس ته رسېدونكې تكليف دې زر تر زره لرې كړې شي او په وخت منصوبه بندي نه كوؤنكي اهلكار دې ذمه وار وګرځولې شي دغسې جې راتلونكې وخت كښې داسې وضعه رامخې ته نشي۔وزيراعظم دا خبره د نهې په ورځ د برېښنا كمي په اړه د توان په اړه د كابينې خاص كمېټۍ غونډې په مهال وكړه۔ غونډه كښې د برېښنا د كم پېداوار سوب جاج واخستې شو۔ وزیراعظم د اړوندو چارواكو لخوا په كم پېداوار د خفګان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د موسم ګرموالي او بندونو كښې د اوبو كمي تر مخه مو وړاندې ولې پلاننګ نه كولو۔ وزیراعظم امر وكړو چې اولس ته د رسېدونكي تكليف دې زر تر زره ازاله وكړې شي او د برېښنا كمي تر سره كولو له دې په بېړنو بنيادونو ټولې وسيلې وكارولې شي۔ ده ووئېل چې څومره ممكن وي لوډشېډنګ دې كم كړې شي او اولس له دې اساني وركړې شي۔ د اوبو او برېښنا وزارت لخوا په ډاګه كړې شوه چې د ګرمۍ زياتوالي په سوب د برېښنا طلب يو دم زيات شوے كوم چې د 2500 مېګاواټ نه زيات دے او په بندونو كښې د اوبو مقدار هم كم دے۔ دا هيله څرګنده كړې شوه چې د ګرمي زياتېدو سره به د اوبو بندونو ته راتګ زيات شي او دې سره به د برېښنا پېداوار ښه شي۔ وزیراعظم د اوبو او برېښنا په دې وضاحت د خشم څرګندونه وكړه او امر ئې وكړو چې اولس ته رسېدونكې تكليف زر تر زره لرې كړې او په وخت منصوبه بندي نه كوؤنكي اهلكار ذمه وار وګرځوې دغسې جې راتلونكې وخت كښې داسې صورتحال رامخې ته نشي۔ ده ووئيل د برېښنا كمې تر سره كولو له دې ټولې وسيلې وكارولې شي او اولس ته برېښ??ا باوري كړئ
د اوبو او برېښنا وزارت ته د برېښنا كمې تر سره كولو له په بېړنو بنيادونو د ټولو وسيلو كارولو امر
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado