اسلام آباد 07مارچ(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په هېواد كښې امتحانی نظام٬نصاب او د ټيچرز ټريننګ ښه والي پشمول تعليمي نظام ښه كولو لپاره د لويې اصلاحات كولو په اهميت زور راوړو۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د برټش هائي كمېشن تر سيوري لاندې يو كيډ په مرسته دوه ورځني پروګرام”ډيكيډ آف لرننګ”ته د وېنا كولو په مهال كړې۔وفاقي وزير ووئيل زمونږ تعليمي انتظامي نظام ناقص دے٬د استاذانو تربيت٬ښه نصاب او د امتحاني نظام ښه والے ضروري دے۔وفاقي وزير ووئيل د تعليم وفاقي وزير ته د نصابي اصلاحات٬د امتحانات نظام ښه كولو او د استاذانو تربيت او نصاب لپاره د قامي مشرانو د غونډې وئېلي شويي دغسې چې د تعليم نظام د ښه نه ښه كړے شي۔وفاقي وزير ووئيل د منصوبه بندۍ وزير په حېث ما وژن 2025 مخ په وړاندې بوتلے ؤ چې له مخې يې تر 2025 اهداف سر كول ؤ خو د حكومت بدلېدو نه پس د پي ټي آئي حكومت ټوله ايجنډا ختمه كړی۔ده ووئيل د استحكام او پالېسو تسلسل نشتوالي د پاكستان د پرمختګ په عمل كښې يو لوي چېلنج رامخې ته كړے ۔پروفيسر احسن اقبال تجويز وركولو كښې ووئېل مونږ له د وګړو لپاره د يو قوي غږ پېدا كولو ضرورت دے٬دا به په هغه صورت كښې د لويې اهميت وړ وي كه چرې په حكومت كښې بدلون راځي نو اولس به نوې حكومت په دې پالېسيو جاري ساتلو مجبورولې شي كومې جې د پراخه اولسي ګټې لپاره دي۔په دستوره كښې په پاكستان كښې د امريكې سفير٬د اېچ اي سي چيئرمېن٬د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي چيئرمېن او زده كوونكو په لويه شمېره ګډون كولو
په هېواد كښې امتحاني نظام٬نصاب او د ټيچرز ټريننګ ښه والي پشمول تعليمي نظام كښې اصلاحات ضروري دي۔وفاقي وزير احسن اقبال”ډيكيډ آف لرننګ”ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز