اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئېلي دي د هند لخوا د آرټيكل اے 35 منسوخ كول كشميريان د استوګنې د مستقل حق څخه د محرومولو او په اقليت د بدلولو هڅه ده٬هند رياستي جبر پټولو لپاره خبريالانو ته كشمير ته د تللو اجازه هم نه وركوي٬پاكستان په سوله ايز ګاونډيتوب باور لري٬د افغانستان پشمول د ټولو ستونزو سوله ايز حل لپاره به خپل كردار ترسره كوو٬په ملګرو ملتونو ك??ې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د تحريك انصاف مشر عمران خان سره په ذاتي حېثيت كښې ملاقات كړې٬خارجه دفتر ته د دغې علم نه ؤ ٬ټول نان كېريئر ډپلوميټس به د خپل كنټرېكټ له مخې مستعفي ګڼلې شي٬تر څو چې نوي حكومت ??وي ته د كار روانه ساتلو امر ونه كړي۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ مهال په ډاكټر فيصل ووئيل د هند رياستي ترهه ګرۍ سره هم په مقبوضه كشمير كښې كشميري اولس د آرټيكل اے 35 د منسوخۍ په ضد مكمل هړتال كړې٬ويان?? ووئيل هندي ځواكونو د تېرې اونۍ په مهال 12 كشميريان شهيدان كړي۔د هند لخوا په كنټرول لائن د بلااشتعاله ډزو لړۍ روانه ده كومه چې د ډزبندۍ د لوظ ن??مې خلاف ورزي ده۔ويان?? ووئيل د ملګرو ملتونو پوځي مبصرين كار كولو ته نه پرېښودې كېږي او هند رياستي جبر پټولو لپاره خبريالانو ته هم كشمير ته د تللو اجازه نه وركوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ويان?? ووئيل په ګلګت بلتستان ك??ې د سكولونو سوځېدو پلټنې روانې دي څنګه چې حتمي راپور راشي مېډيا به خبره كړی شي۔د افغانستان په اړه ويان?? ووئيل پاكستان به د افغانستان مسئلې حل لپاره خپل كردار جاري ساتي٬ پاكستان په افغانستان كښې امن غواړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ويان?? ووئيل د فنانشل ايكشن ټاسك فورس په راتلونكې غونډه كښې به د پاكستان دري?? په بشپړه توګه وړاندې كولې شي٬د پاكستان او روسيې د اړيكو په اړه ويان?? ووئيل د پاكستان او رېشين فېډرېشن ترمينځه پوځي اړيكې زياتې شوې دي۔ ده ووئېل دواړو هېوادونو شريك پوځي مشقونه هم كړي ۔د روسيې فېډرېشن د بحريه ورځې په موقع د پاكستان د سمندري پوځ پي اېن اېس په ماسكو او سنټ پېټرز برګ كښې په دستورو كښې ګډون هم كړې۔ده ووئيل پاكستان په سوله ايز ګاونډيتوب باور لري٬په هند كښې اقليتونو او په خاص توګه مسلم اقليتونو سره ناروا سلوك كېږي۔
د هند لخوا د آرټيكل اے 35 منسوخ كول كشميريان د استوګنې د حق څخه د محرومولو او په اقليت د بدلولو هڅه ده
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال