اسلام آباد 30 مارچ (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیكر راجه پرویز اشرف او ډپټی سپیكر زاهد اكرم درانی د خېبر پښتونخوا ضلع لكی مروت كښې په صدر پولیس سټیشن د ترهه ګرۍ بريد سخته غندنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د غندني په خپل بیان كښې دوي د چاؤدني په نتيجه كښې د ډی ایس پی اقبال مهمند پشمول د نورو اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ده۔دوي ووئيل ترهه كر د ناوړه كارروائیو د لارې امن ته زيان رسول غواړي۔ده ووئيل د ترهه ګرو دا ناوړه مقصد به چري هم پوره نه كړې شي۔دوي ووئيل زمونږ امنيتي ځواكونو د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د هېواد او قام حفاظت كوي۔دوي ووئيل د امنيتي ځواكونو دا قربانۍ به عمر له ياد ساتلې شي۔دوي ووئيل ټول قام د شهيانو كورنيو سره ولاړ دې او په دې غم كښې برابر شريك دې۔دوي دعا اوكړه چې لوے څښتن دې شهيدانو له لوړي درجي او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔دوي د ژوبل كسانو زر روغتيا له هم دعا اوكړه۔
د قامی اسمبلۍ سپیكر او ډپټی سپیكر په لكی مروت كښې د پولیس په سټېشن د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : ریل رش