اسلام آباد 28 جون (اے پي پي)کابینه اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي)د اختر په مناسبت د پاكستان سټيل ملز ملازمانو له د دوه مياشتو تنخا وركولو منظوري وركړې ده ۔د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ وشوه چې پكښې د پاكستان سټيل ملز ملازمانو له د دوه مياشتو د تنخا منظوري وركړې شوه٬ په تنخاګانو كښې د زياتي تجويز نجكارۍ ډويژن وړاندې كړې ٶ۔ د دې نه علاوه د ادائيګۍ په تګلاره نظر ثانۍ په حقله د سي پي پي اے او اېم/اېس روش٬ اېف كے پي سي ال او ډيوس انرګن ترمېنځه په لوظنامه كښې د بدلون هم منظوري وركړې شوه د كومې تجويز چې د اوبو او برېښنا وزارت وړاندې كړې و۔اي سي سي د سعودي حکومت لخوا انټي ناركوټكس فورس له په عطيه وركړې شوې سكېننګ سامان ټېكس نه د مستثنٰې ګرځولو او په دې لړ كښې د اقتصادي چارو ډويژن ټولو اړوندو وزارتونو/ډويژنونو ته سركلر جاري كولو سره امر كړي دې ۔اقتصادي رابطه كمېټۍ په پبلك سېكټر كښې د آر اېل اېن جي په بنياد د توان درآمد لپاره د لوظنامې هم منظوري وركړه ۔د اوبو او برېښنا وزارت په تجويز اي سي سي پاور هولډنګ (پي وي ټي) لېمټډ له د مالۍ آسانۍ ري پېمنټس موده پراخه كولو هم منظوري وركړه۔
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : loteria estadual