اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ګرد هېواد كښې د سولرآئيزېشن په منصوبه د كار ګړندي كولو سپارښتنې كولو سره وئيلې دي د پاكستان غوندې پرمختګ كونكے هېواد په ګران درآمدي اېندهن د برېښنا د پېداوار متحمل كېدے نشي ، د سولر پېنلز مرحله وار درآمد دې باوري كړے شي دغسې چې ارزانه برېښنا ممكنه كړې شي۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ په ګرد هېواد كښې د سولرآئزېشن منصوبې پيشرفت په اړه د لوړې كچې د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ وزيراعظم مركزي بانك او اروندو چارواكو ته امر وكړو چې سولر پينلز او دې سره تړلے آلات د درآمد كولو په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كړئ۔ ده ووئيل د نمر څخه د برېښنا پېداوار سره به د اېندهن په مد كښې څرڅ كېدونكې قېتمي زرمبادله بچت شي او مصرف كوونكو ته به ارزانه برېښنا ممكن شي۔ ده امر وكړو چې په وفاقي سرکاري ودانيو كښې دې د سولرآئيزيشن منصوبې پيشرفت لا ګړندے شي۔ په غونډه كښې ووئيل شول 17 سركاري ودانيو لپاره ټېنډر جاري كړے شوے او دې لپاره بډز راغلي او د دې تكنيكي جانچ به نن بشپړ شي٬ دغسې نورو 50 ودانيو لپاره ټېنډرز به په 20م اپرېل جاري كېږي۔ غونډې ته د 600 مېګاٶاټ كوټ ادو منصوبې په اړه هم ووئيل شول چې د دې منصوبې ټېنډر هم جاري كړے شوے چې پكښې په لويه كچه ځائي او نړيوالو كمپنو د سرمايه كارۍ كولو خواهش څرګند كړے ۔ غونډې ته ووئيل شول په ليه كښې د 1200 مېګاٶاټ منصوبې په اره پېشرفت په حتمي پړاٶ كښې دے٬ غونډه د 11 كے وي فيډز د سولر تنصيب په اړه هم خبر كړې شوه ٬ غوندې ته ووئيل شول چې په دې لړ كښې د نېپرا د پېنچ مارك ټېرف منظورۍ نه پس به په دې پېشرفت ممكن شي۔ په غونډه كښې پخواني وزيرِ اعظم شاهد خاقان عباسي، وفاقي وزير سيد مرتضي محمود، د پټروليم وزيرِ مملکت ډاکټر مصدق ملک، د وزيراعظم احد خان چيمه، خاص مرستيال جهانزيب خان، طارق باجوه او نورو لوړ پورو ګډون كولو۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د سولرآئيزيشن منصوبې په اړه د پېشرفت لپاره د لوړې كچې د جاج اغستو غونډه
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب