اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د دفاع، هوابازۍ ، موسمياتي بدلون، اطلاعات او خپرونو، خزانې، مواصلات او د تجارت وزارتونو پشمول د بېلا بېلو وزارتونو د 6101 اربه روپو نه د زياتو 103 مطالبات زر منظوري وركړه ٬ په دې وزارتونو د اپوزيشن لخوا د كمي تحريكونه نه ٶ وړاندې شوي۔ د شورو په ورځ د خزانې وزير محمد اورنګزيب په ايوان كښې د هوابازۍ څانګې، د هاٶسنګ وزارت٬ د فيډرل پبلك سروس کميشن، سول سروس اکيډمي، د مشتركه مفادات کونسل، د موسمياتي بدلون، مواصلات، دفاع، دفاعي پيداوار، اقتصادي چارو، وفاقي تعليم او وظيفائي تربېې، د اعليٰ تعليمي کميشن، د قامي رحمته اللعالمين او خاتم النبيين اتھارټي ، خزانې، د بشري حقونو ٬ د صنعت او پيداوار، د اطلاعات او خپرونو ، د انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي مواصلات، د بين الصوبائي رابطو، د كشمير او ګلګت بلتستان چارو، د ساحلي چارو، د نشه اي توكو مخنيوي، د قامي اسمبلۍ، د سينيټ، د سمندر پورې پاکستاني او انساني وسائلو د پرمختګ، د پارلماني چارو ، د غربت تخفيف او سماجي تحفظ، د نجکارۍ، د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ، د سائنس او ټيکنالوجۍ، د سېفران ، د آبي وسائلو، د اسټيبلشمنټ ډويژن، تجارت، د قامي ورثه او كلتور او د رېلوے پشمول د بېلا بېلو وزارتونو تر 30 جون كال 2025 د منظور شوو خرڅونو په بابله مطالبات زر ايوان ته وړاندې كړل د كوم چې ايوان منظوري وركړه ۔ په دې كښې دفاع لپاره 2149 اربه 82 کروړ روپو نه زيات څلور مطالبات ، د مواصلات وزارت د 65 اربه 31 کروړ روپو نه زيات دوه مطالبات ،د تجارت وزارت 22 اربه 73 کروړه روپو د دوه مطالبات، د آبي وسائل ډويژن د 263 اربه 48 کروړ روپو نه زيات دوه مطالبات ٬ د اقتصادي چارو ډويژن د 30 اربه 68 کروړه روپو نه زيات دوه ، د وفاقي تعليم د 198 اربه 55 کروړ روپو نه زيات 7، د انفارميشن ټيکنالوجي د 69 اربه 5 کروړه روپو نه زيات دوه، د هاٶسنګ او تعميرات د 36 اربه 74 کروړه روپو نه زيات دوه ، د صنعت او پيداوار د 80 اربه 84 کروړه روپو نه زيات دوه٬ د اطلاعات او خپرونو ډويژن د 17 اربه 91 کروړه روپو نه زيات دوه، د قامي صحت وزارت د 54 اربه 86 کروړه روپو نه زيات دوه، د منصوبه بندۍ او پرمختګ ډويژن د 73 اربه 43 کروړه روپو نه زيات دوه مطالبات او د غربت د تخفيف ډويژن د 617 اربه 90 کروړه روپو نه زيات درې مطالبات زر شامل دي، دغسې د بينظير انکم سپورټ پروګرام د 598 اربه 71 کروړه روپو نه زيات يو، د ريلوے ډويژن د 109 اربه 43 کروړه روپو څخه زيات دوه، د سائنس او ټيکنالوجي ډويژن د 21 اربه 56 کروړه روپو نه زيات دوه او د سېفران ډويژن د دوه اربه 41 كروړه روپو څخه زيات دوه مطالبات زر ايوان منظور كړل۔
قامي اسمبلۍ د دفاع، هوا بازۍ، موسمياتي بدلون، اطلاعات او خپرونو، خزانې، مواصلات او د تجارت پشمول د بېلا بېلو وزارتونو د 6101 اربه روپو د 103 مطالبات منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر