اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د اطلاعات٬خپرونو او د قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان 70مه سالګره به په زړه ??وري ډول لمانځلې شي٬د وزيراعظم محمد نواز شريف په امر په ټول هېواد كښې د پاكستان جوړېدو د 70 كال په ترسره كېدو به ټول كال خاص دستورې كولې شي٬راډيو پاكستان به دا اونۍ(ديس ويك) په نوم پروګرام پېل كوي٬په پروګرام كښې به د روغتيا٬تعليم او بنيادي ضرورياتو لپاره د حكومتي ګامونو ٬د كركيلې٬سي پېك او د اېس ډي جيز په اړه خبرونه خبرولې شي٬راډيو پاكستان عمر له د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كړې٬مصدقه٬په وخت او د سنسني خيزې نه غېر اګاهي هغه ځاې ته رسولي شي چرته چې ټي وي او ورځپاڼې نه دي رسېدلې۔هغې دا خبرې د ګل په ورځ د راډيو نړيوالې ورځې پھ مناسبت راډيو پاكستان كښې جوړې شوې خاص دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔دوهمې وزيرې ووئيل د راډيو پاكستان او د پاكستان جوړیدو مزل يو بل سره تړلې دې۔د پاكستان جوړېدو كه يو خوا 70 كاله كېږي نو د راډيو پاكستان هم 70 كاله ترسره كېږي۔د پاكستان جوړېدو سره سره د راډيو پاكستان په 70 كاله تر سره كېدو به خاص دستورې كولې شي٬ دې ووئېل د ټول كال دا خاص دستورې(نن)په رسمي توګه د راډيو پاكستان نه پېل كېږي۔دې ووئيل كله چې هم هېواد او قام ته د حوصلې ضرورت پیښ شوې نو راډيو پاكستان خپل مثبت كردار ترسره كړې۔د جنګونو يا قدرتي آفتونو په مهال د راډيو پاكستان كردار د ستائنې وړ دے ٬هغې د راډيو ليجنډز ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې او راډيو سره د تړون لرونكو خذمات يې وستائل۔دوهمې وزيرې ووئيل د پاكستان د پرمختګ په عمل كښې راډيو مثبت كردار ترسره كړی۔دوهمې وزيرې ووئيل د راډيو پاكستان انټرن شپ پروګرام پېل كولې شي او دې سره به د پوهنتونونو زده كونكي موقعې ولري۔په دې موقع د راډيو پاكستان مشرې صبا محسن ووئيل د ټېكنالوجۍ په اوسني دور كښې راډيو پاكستان خپل اهميت په ځاې ساتلې۔راډيو پاكستان د ټولنې هرې ي??ې طبقې ته معلومات وركوي۔هغې ووئيل اداره د خ??لو خپرونو لا ښه كولو لپاره كار كوي
وزيراعظم محمد نواز شريف په امر ټول هېواد كښې د پاكستان جوړېدو د 70 كاله په بشپرېدو به ټول كال خاص دستورې كولې شي
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil