اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) د داخله چارو نګران وفاقي وزير سرفراز بګټي وئيلي دي جنوری 2023 څخه تر دې دمه د هېواد په بېلو برخو كښې 24 ځانمرګې بريدونه شوي دي ٬ په 14 بريدونو كښې ككړ وګړي افغانان وو۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سږ كال په مهال د هېواد په بېلو برخو كښې 24 ځانمرګې بريدونه شوي په كومو كښې چې زياتره بريد كوؤنكي افغانان وو۔ ده ووئيل په 12 ربيع الاول په هنګو كښې ځانمرګې بريد كونكے افغانے ؤ ۔ ده ووئيل د افغان وګړو په ځانمرګې بريدونو كښې د ككړېدو ثبوت موجود دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښی د افغان وګړو شمېره 4.4 ملین ده ٬ په دې كښې يواځې 1.40 رجسټرډ دي ٬ 1.73 ملین رجسټرډ نه دي۔ د افغان کارډ هولډرز شمېره 0.85 ملین ده۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار