اسلام آباد 19 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د ماشومانو د حقونو تحفظ او دوي د هېواد ګټور وګړي جوړولو لپاره د يو برابر موقعو وركولو پوخ عزم لرو. ده دا خبرې د ماشومانو د نړيوالې ورځې په موقع په خپل خاص پېغام كښې وكړې كومه چې نن د خالي په ورځ د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي. وزيراعظم ووئيل خوشحاله يم پاكستان نړيوالې ټولنې سره په ګډه د ماشومانو ورځ لمانځي. سږ كال د دې ورځې موضوع ” هر يو ماشوم لپاره يو غوره سباٶن” كېښودلې شوې. وزيراعظم ووئيل د خپل منشور په رڼا كښې زمونږ د پالېسو مقصد د راتلونكو نسلونو بهتري ده. زمونږ حكومت د پرمختګ، تعليم ، حفظان صحت، شموليت، عزت او وقار پشمول د ټولو حقونو باوري كولو پوخ عزم لري. ده ووئيل زمونږ حكومت د ماشومانو د حقونو تحفظ لپاره د ماشومانو د حقونو قومي كميشن او زېنب الرټ رسپانس اېنډ ريكوري اېجنسي جوړه كړې . د ماشومانو تحفظ لپاره ادارې جوړې كړې شوي او د جبري مشقت خاتمې لپاره يو شمېر قوانين معرفي كړې شوي. وزيراعظم ووئيل غذائي كمي سره مخ ماشومانو لپاره د غذائي مرستې د هېلتھ كارډ د لارې يونيورسل هېلتھ كيئر پشمول يو شمېر نور رفاعي اقدامات هم شوي. حكومت يو قومي نصاب هم معرفي كړے . د دې نه علاوه د احساس د لارې د سماجي تحفظ په پروګرامونو كښې د غربت په ضد ماشومانو ته سماجي تحفظ وركولې شي. ده ووئېل د دې هر څه نه زيات مهم د كلين اېنډ ګرين پاكستان اقدام دے كوم چې د راتلونكو نسلونو په خاطر پېل كړے شوے. وزيراعظم ووئيل د ماشومانو د حقونو تحفظ او دوي د هېواد ګټور وګړي جوړولو لپاره د برابرو موقعو وركولو پوخ عزم لرو.
د ماشومانو د حقونو تحفظ او دوي د هېواد ګټور وګړي جوړولو لپاره د يو برابر موقعو وركولو پوخ عزم لرو. د وزيراعظم عمران خان د ماشومانو نړيوالې ورځې په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ