اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د نېشنل کمانډ اينډ آپرېشن سنټر مشر او د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټېل سندھ كښې د كرونا په كېسونو كښې په زياتوالي د تشويش څرګندونه كولو سره وئيلي دي د اېن سي او سي ډله دې د سندھ د صحت محكمې سره په ګډه كراچۍ كښې د كرونا وائرس مخنيوي لپاره كوټلې لائحه جوړه كړي، په کراچۍ كښې به د كرونا مخنيوي لپاره په صوبائي كچه تګلاره جوړولې شي۔ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير اېن سي او سي ته په سندھ كښې د صحت محكمې سره د رابطې كولو امر كړے۔ ده ووئيل په سندھ كښې د كرونا مخنيوي لپاره ټيسټنګ او کنټيکټ ټرېسنګ دې زيات كړے شي٬ د كرونا په اېس او پيز دې عمل وكړے شي او د ګڼې ګوڼې په ځايونو دې د ماسك استعمال باوري كړے شي
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria