اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) خارجه سېكرټري ډاکټر اسد مجید خان وئيلي دي هند د ملګرو ملتونو چارټر،د سلامتي كونسل قراردادونو او د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي كولو سره پخپل غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د “نارملسي” په جعلي بيانه وړاندې كولو د نړيوالې ورورولۍ ګمراه كولو هڅې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په انسټی ټیوټ آف سټریټجك سټډیز كښې د انډیا سټډی سنټر په اهتمام د نړيوال شهرت لرونكې محقق آنجهانی الیسټر لیمب په ياد كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده په دې موقع نوموړي محقق او تاریخ دان الیسټر لېمب ته پېرزوئنې وړاندې كړې چا چې صداقت ترلاسه كولو لپاره د غېر متزلزل عزم څرګندونه كړې۔ په غونډه كښې پخواني خارجه وزير او د انسټی ټیوټ آف سټریټجك سټډیز ډائریکټر جنرل سهېل محمود ٬ د انډیا سټډی سنټر ډائرېكټر ډاکټر ارشد علی ٬ د حریت کنفرنس پخواني کنوینر محمد فاروق رحماني٬ د قائداعظم یونیورسټۍ ایسوسي اېټ پروفیسر ډاکټر سلمیٰ ملك٬ ٬ نوموړي كشميري خبريال افتخار ګېلاني او د انسټی ټیوټ آف سټریټجك سټډیز د بورډ آف ګورنرز چيئرمېن خالد محمود هم د نړيوال شهرت لرونكي محقق آنجهانی الیسټر لیمب ته پېرزوئنې وړاندې كړې
هند په كشمير كښې د “نارملسي” په ناسمه بيانيه وړاندې كولو د نړيوالې ورورلۍ ګمراه كولو هڅې كوي۔ د خارجه سېكرټري دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔