مومند 19 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د شورو په ورځ د مومند بند دوره وكړه او په دې موقع ئې د روانو كارونو جاج واخست۔ په دې موقع د واپډا چيئرمېن لېفټيننټ جنرل (ر) مزمل حسېن په منصوبې د پېشرفت پحقله وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔ د مومند بند د بنياد تيګه وزيراعظم عمران خان د مئي په دويمه نيټه كال 2019 كښې اېښودې وه، مومند بند په سوات درياب په قبائيلي ضلع مومندو كښې جوړېږي٬ دا کثير المقاصد منصوبه به د سېلابي صورتحال مخنيوي كولو٬ كركيله او شهري ضروتونه ترسره كولو لپاره اوبه ذخيره كول او د ارزانې او ماحول دوسته برېښنا پېدا كولو صلاحيت لري٬ د 309 ميټره نه زيات (309.6) اربه روپو په لګښت جوړېدونكې د دې بند لوړوالے به 213 ميټر وي چې پكښې به 1.293 مېليونه اېكړه فټه اوبه د ذخيره كولو ګنجائش وي او دې بند څخه به 800 مېګاٶاټ برېښنا هم پېدا كېږي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول برېښنا٬ اوبه خور او د سېلاب نه د بچ كېدو په لړ كښې به پاكستان ته د مومند بند جوړېدو سره په كلنه توګه 51 اربه روپۍ ګټه ترلاسه كېږي ۔ د واپډا چيئرمېن ووئيل د وزيراعظم په خاص خوښۍ او امر په دې مصنوبه كار په تندۍ سره روان دے كوم چې د كرونا وباء باوجود تعطل سره نه دې مخ شوے۔ ده ووئيل واپډا دا منصوبه په ټاكلې موده 2025 كښې پائې ته د رسولو عزم لري
د وزير اعظم عمران خان د مومند بند دوره٬ د روانو كارونو جاج واغستلے شو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب