اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې په پاكستان كښې 40 فيصده څخه زيات ماشومان د خوراك كمي سره مخ دي ٬ د غذائيت مسئله تل مونږ لپاره يو چېلنج پاتے شوے دے٬ مونږ چې كله په 2014 كښې وژن 2025 له ترتيب وركړو نو په هغې كښې د تلپاتي پرمختګ هدفونه په كال 2015 كښې لانچ شوي وو٬ زمونږ هدف دې چې مونږ په راروان دريو كلونو كښې په هېواد كښې زيرو هېپاټائټس ته لاړ شوو ولې چې په پاكستان كښې هر درېم وګړے دے رنځ سره مخ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د “فيوچر اي كامرس”پرانستې دستورې ته وينا كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ ته په كال 2013 كښې د 340 ارب روپو پرمختيائي بجټ ترلاسه شو كوم چې په كال 2018 كښې درې چنده اضافې سره نزدې 1 زره اربه ته ورسېدو خو په كال 2022 كښې دا پرمختيائي بجټ 550 اربه روپۍ شو او كه ددې بجټ موازنه افراط زر سره وكړې شي نو دا ډېر كم پاتې كېږي۔ ده ووئيل د روان كال په مهال مونږ بجټ تر 1150 اربه رسولې دې كوم چې يو ريكارډ دے۔ ده ووئيل مونږ د ټولو مشكلاتو باوجود هڅه كړې چې د پرمختګ رفتار تند كړې شي۔ده ووئيل سږ كال مونږ نوې پروژې پېل كړي او د مشاورت سره د هېواد د سباؤن په اړه پرمختيائي اهداف ممكن كولو لپاره اقدامات شوي۔ده ووئيل مونږ فائيو اي فريم ورك ترتيب كړث دغسې چې هېواد د بحرانونو څخه ويستلو لپاره په مستقل بنيادونو كار وكړې شي
په پاكستان كښې 40 فيصده څخه زيات ماشومان د خوارك كمي سره مخ دي ٬ د غذائيت مسئله تل مونږ لپاره يو چېلنج پاتے شوے دے۔ وفاقي وزير احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری