مېډرډ 11 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د نهې په ورځ په مېډرډ كښې د سپين د صنعت٬تجارت او سېلګرۍ وزيرې ماريارئيس ماروټو اليرا ملاقات كړے ۔دواړو د پاكستان او سپين ترمينځه د اقتصادي مرستې په موجوده نوعيت د اطمينان څرګندونه كولو سره دې ته لا وده وركولو او د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي٬اقتصادي او د سېلګرۍ روابط ودې لپاره پاكستان سره په ګډه د شريكو هڅو عزم وكړو۔د ملاقات په مهال د پاكستان او سپين ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي مرستې زياتوالي په اړه تفصيلي خبرې شوې۔خارجه وزير ووئيل د پاكستان حكومت خپل پام جغرافيائي٬اقتصادي ترجيحات پلو ګرځولے۔ د 220 ملين څخه زياتو صارفينو په سبب پاكستان بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره د يو بازار درجه لري٬د سرمايه كارۍ دوست پالېسيو له امله كاروباري آسانيو وركونكو هېوادونو ترمينځه په نړيواله كچه د پاكستان درجه بندي ښه شوې۔ ده ووئېل د هسپانوي سرمايه كار/كمپنۍ په پاكستان كښې د هاؤسنګ او تعميرات٬دواسازۍ٬د تجديد وړ توان٬كركيلې او د لوبو سامان پشمول په بېلو څانګو كښې سرمايه كاري كولو سره د پراخا موقعې څخه استفاده كولې شي۔خارجه وزير د پاكستان په ماركيټ كښې د لويو هسپانوي ټېكسټائل ډلو اوسني شموليت هركلے وكړو او هيله يې څرګنده كړې چې نورې كمپنۍ به هم په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره د سازګار موحول څخه ګټه پورته كړي۔خارجه وزير په اروپائي ائتلاف كښې د جي اېس پي پلس سټېټس لپاره د سپين پرله پسې ملاتړ وستائېلو او د سپين د مشرتابه مننه ئې وكړه۔ ده ووئېل پاكستان د اېف اے ټي اېف معيار له مخې د ترهه ګرۍ معاونت او غېر قانوني ترسيل زر(مني لانډرنګ)مخ نيوي لپاره موثره اقدامات كړي۔هيله ده چې سپين به د پاكستان مخلصانه هڅې په نظر كښې نيولو سره د اېف اے ټي اېف عمل كښې د پاكستان ملاتړ وكړي
خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د سپين د صنعت٬تجارت او سېلګرۍ وزيرې ماريارئيس ماروټو اليرا ملاقات
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa