پېښور22 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د سياست اصل مقصد د اولس خدمت دے، سياست يوازې پېسې جوړولو لپاره كارونكي نن د عبرت نشان شوي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د كابينې غړو او د پي ټي آئي د اسمبلۍ غړو سره د خپلو خبرو په مهال وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل د سياست اصل مقصد د اولس خدمت دے خو له بده مرغه دلته خلقو سياست يوازې پېسې جوړولو لپاره كارولے. دې خلقو هر ځاے پېسه كارولې او اوس د دوي حالت د عبرت اغستو دے. ده ووئيل چې كله اخلاقيات ختم شي نو قام د تباهې پلو ځي. مونږ د سباٶن او د خپلو نسلونو د بهترې فكر لرو. ده ووئيل قدرت پاكستان ته هر يو نعمت وركړے. مونږ ځكه وروستو پاتې شوي يو چې دلته اقتدار د اولس د خدمت په ځاے پېسې پټولو لپاره كارولے شوے. مونږ په هر يو نظام كښې سپېځلتيا غواړو. په دې موقع د پي ټي آئي غړو د وزيراعظم د ويژن مكمل تائيد وكړو
د سياست اصل مقصد د اولس خدمت دے، سياست يوازې پېسې پېدا كولو لپاره كارونكې د عبرت نشان شوي. د وزيراعظم عمران خان د كابينې غړو او د پي ټي آئي د اسمبلۍ غړو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز