اسلام آباد۔25اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې وفاقي پلازمينه په سمارټ سټي كښې بدلولې شي ٬ د نشائي توكو مخنيوي لپاره اقدامات ضروري دي ٬ خلكو ته شنه باغونه او رنګين خوبونه ښودله سره د هغوي سباؤن سره لوبې كولې شي٬ اېف آئي اے به بشري قاچاق كښې ككړ ګېنګز نيولے دے۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د قامي اسمبلۍ غړو رمېش لال، شازیه صوبیه اسلم سومرو، شاهدہ رحمانی، امین الحق، آغا سید رفیع او د عبدالقادر پټېل د ضمني پوښتنو په ځواب كښې عطاﺀ تارړ ووئيل د اسلام آباد په سېکټر آئی 16 كښې پرمختيائي كار روان دے ٬ تر جنوری 2025ء به په فیډر روټس الېکټرک بسونه سېکټر آئی 16 څخه په اېن فائیو ستره لااره موجود مېټرو سټېشن سره لنك كړې شي۔ ده ووئيل د روان كال د جنورۍ مياشتې په 22 مه نېټه په وفاقي كابينه كښې جمع كړې شو۔ ده ووئيل نړۍ سمارټ سټي پلو روانه ده۔ ده ووئيل د اسلام آباد هر سېكټر بشپړه منصوبه بندۍ سره تيار كړے شوے دے۔ ده ووئيل اسلام آباد سمارټ سټی جوړولو له د انټرنېشنل ټېنډرنګ د لارې د نړيوال کنسلټنټس خذمات ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل د سمارټ سټي لاندې اېپ ”مائی اسلام آباد“ پېل كولې شي۔ په دې اېپ كښې به ټولې آسانۍ هر يو وګړي ته ترلاسه وي۔ ده ووئيل د پېنډۍ ځينو سيمو په اسلام آباد كښې د شاملولو په منصوبه هېڅ غور نه كيږي۔ ده ووئيل هېواد كښې تر ټولو اولنے سېف سټي پراجېكټ په اسلام آباد او بيا په لاهور كښې ولګولے شو۔
وفاقي پلازمينه په سمارټ سټي كښې بدلولې شي ٬ د نشائي توكو مخنيوي لپاره اقدامات ضروري دي ٬ بشري قاچاق يوه حساسه معامله ده: د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ قامي اسمبلۍ كښې د غړو د ضمني پوښتنو ځواب
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری