لاهور 11 جنوري (اے پي پي) داخله وزير رانا ثنا الله او د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي پنجاب كښې د لوټ مار بازار ګرم دے٬ عدالت عاليه دې زر پرېكړه وكړي٬ چوهدري پروېز الهي 186 ووټونه نه لري، دا اقليتي حكومت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د شورو په ورځ د لاهور هائي كورټ نه بهر مشتركه پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ رانا ثنا الله ووئيل په پنجاب اسمبلۍ كښې 175 كسان جمع كولو سره به د 186 ډرامه كول يوه بله ټګي وي، مونس الهي پېسه بهر هېواد ته وړې ده ٬ دوي هر ورځ د اربونو كرپشن كوي، د پروېز الهي فرنټ مېن عنايت لك كروړونه روپۍ ګټي او مخكښې ئې هم رسوي۔ ده ووئيل پنجاب كحې اقليتي حكومت دے ٬ دوي 186 غړي نه لري٬ د دوي شپږ اوه كسان بهر هېواد كښې ناست دي٬ د دغه كسانو د بهر هېوادونو د تللو رېكارډ مونږ ته معلوم دے۔ رانا ثناء الله لاهور هائي كورټ ته خواست وكړو چې زر پرېكړه واروې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل عمران خان د القادر پوهنتون په نامه پنځه اربه روپۍ كرپشن كړے او په پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې ئې د كرپشن بازار ګرم ساتلے ۔ رانا ثنا الله ووئيل وفاقي حكومت د معاشي مسئلو حل لپاره هڅې كوي او تحريك انصاف د هېواد په معاشي مسئلو سياست كوي۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال عطا الله تارړ ووئيل فواد چوهدري دې واوري مخ به كوم ځائ پټوې٬ دوي دروغ وائي٬ د 186 غړو اكثريت نه لري
پنجاب كښې د لوټ مار بازار ګرم دے٬ چوهدري پروېز الهي 186 ووټونه نه لري۔ رانا ثناء الله، عطا تارړ
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی