پېنډي 21 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د شمالي وزيرستان دوره كړې۔ميران شاه ته په رسېدو د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د وزيراعظم هركلے كړے ۔وزيراعظم د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپرو كړو او د پاكستان سيمه ايز سالميت او خپلواكۍ دفاع له د لازواله قربانۍ وركوونكو مېړنو زامنو لپاره ئې فاتحه خواني وكړه۔د دې نه پس وزيراعظم ته په موجوده سېكورټي صورتحال تفصيلي بريفنګ وركړے شو چې پكښې د پولې پورې غاړه د ترهه ګرو هلو ځلو ته خاص پام شوے ۔وزيراعظم ته په پوله د خاردار تار لګولو صورتحال پشمول په لوېديز بارډر منيجمنټ سسټم هم بريفنګ وركړے شوے۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې وزيراعظم د ترهه ګرۍ ملا ماتولو په كاميابۍ د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ده ووئيل اوس هم زيات وخت نه دې تېر شوے چې ترهه ګرو په ټول هېواد كښې بې ګناه ماشومان٬مېرمنې٬ تعليمي ادارې او رياستي انفراسټركچر بلاامتياز په نخښه كول۔ ده ووئېل زمونږ د وسله والو ځواكونو د هلو ځلو په سبب او د قام په بشپړ ملاتړ٬مونږ هر ډول ترهه ګرو تنظيمونو ته ماتې وركړې او د هغوي بنيادي ډهانچې ختمولو كښې مو كاميابي ترلاسه كړې۔وزيراعظم ووئيل قام په دې هڅو كښې يو موټې دے او مونږ به په ګډه انشاﺀ الله كاميابېږو
د وزيراعظم شهباز شريف د شمالي وزيرستان دوره٬د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د وزيراعظم هركلے وكړو۔آئي اېس پي آر
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ