اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) پاکستان د غزه په خان يونس سيمه كښې په مخصوص محفوظ زون المواسي د اسرائيلي قابض ځواكونو فضائي بريدونو غندلي دي چې په نتيجه كښې يۍ 40 وګړي شهيدان شوي دي٬د اسرائيل ??ابض ځواكونو لخوا بې كوره كسانو لپاره خپله دا ځاے محفوظ زون ګرځول او بيا په دې بريد كول د نړيوال بشري حقونو سخته خلاف ورزي ده۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زي??رت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل ??ه خان يونس كښې عامه وژنه د ا??ساني ژوند بې عز??ي او د فلسطي?? اولس په ضد د اسرائيل ??خوا د نسل کشۍ عز??ئم څرګندوي۔ دې ووئيل ??ه يو محفوظ زون كښې پناه اخستونكي په نخښه كول د نړيوال انساني حقونو سنګين خلاف ورزي ده۔ وياندې ووئيل د سول آبادي او د بشري خواخوږۍ سيمې تحفظ ته اړتيا لري۔ وياندې ووئيل چې مونږ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه مطالبه كوٶ چې ھغوي دې د اسرائيل ځواكونو لخوا د فلسطيني اولس په ضد د نسل كشۍ كمپائن جاري ساتلو مخنيوي كښې خپل كردار ولوبوي او اسرائيل دې په جنګي جرمونو او د ا??سانيت په ضد د پورته كوؤنكو ګامونو ځواب وركوونكے اوګرځولے شي
پاکستان په غزه كښې په مخصوص محفوظ زون المواسي اسرائيلي بريدونه وغندل
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا