اسلام آباد۔01 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د اسلام آباد په سركاري ودانو كښې په راتلونكو 7 اونو كښې د سولر سسټم لګولو هدايت كولو سره دا دائره كار په ټول هېواد كښې تر وفاقي سركاري ودانو خپرولو امر كړے دے۔ وزيراعظم وئېلي چې حكومت د لږ لګښت او ماحول دوست برېښنا څخه په اولس د بوج كمولو هڅه كوي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د شورو په ورځ وزيراعظم شهباز شريف په ټول هېواد كښې د سركاري ودانو په سولرائزېشن د پیشرفت جائزه اخستلو غونډې مشري وكړه۔غونډې ته ووئېلې شوي چې په اسلام آباد كښې به په 496 ٬ د هېواد په لويو ښارونو كراچۍ٬لاهور٬ فيصل آباد او كوئټه كښې به په 340 او نورو سيمو كښې به په 1255 سركاري ودانيو سولر پينلز لګولې شي۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې اسلام آباد كښې به په سركاري ودانيو د سولر پېنل لګولو كار په بېړني بنيادونو كولې شي۔ په غونډه كښې پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬ وفاقي وزيرانو خواجه آصف٬ اسحاق ډار٬ د وزيراعظم صلاحكار احد خان چيمه٬خاص مرستيال جهانزېب خان او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔وزيراعظم شهباز شريف د سولرائزېشن پروژې په اړه لويه پريكړه كولو سره د اسلام آباد په سركاري ودانو كښې په راتلونكو 7 اونيو كښې د سولر سستم لګولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم اړوند چارواكو ته پروژه په ټاكلي موده كښې د بشپړ كولو ښكاره هدايت كولو سره ووئېل چې په درآمدي ايندهن انحصار كمولو لپاره د اقداماتو په نفاذ كښې به كوم كمې زغملې نه شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د هېواد په پاتې سيمو كښې دې په سركاري ودانو د سولرائزېشن كار په سمدستي توګه پېل كړے شي۔ ده ووئيل چې حكومت د كم لګښت او ماحول دوست برېښنا د لارې په اولس د بوج كمولو هڅه كوي
د وزيراعظم شهباز شريف د اسلام آباد په سركاري ودانيو په راتلونكو 7 اونو كښې د سولر سسټم لګولو هدايت
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث