اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د بدعنوانۍ مخ نيوي او رشوت ادارو اداره جاتي فريم ورك جائزې او وړاندېز مرتب كولو لپاره د اينټي كرپشن ټاسك فورس وړومبۍ غونډه د قانون او انصاف په وزارت كښې وشوه۔د شورو په ورځ د قانون او انصاف وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د خزانې وزيرمملكت عائشه غوث پاشا٬پخواني وفاقي سيكرټري يونس ډهاګا٬پخواني چيف سېكرټري پنجاب ناصر محمود كهوسه٬پخواني اېف آئي اے ډي جي خالد قرېشي او پخواني او صوبائي سول سروس آفيسر حفظ الرحمان ګډون وكړو۔په غونډه كښې ګډون كونكو د نظام مضبوطيا او ښه والي لپاره د خپلو تجرباتو په سبب سفارشات وړاندې كړي۔د ټاسك فورس راتلونكې غونډه به د اېف بي آر چيئرمېن او اكاؤنټنټ جنرل پاكستان هم رابللې شي۔
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش