اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين سره پاكستان كښې د چاپان سفير واډا متسوهيرو د نهې په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع د خزانې وزير ووئيل پاكستان او د جاپان ترمېنځه د اوږدې مودې په زړه پورې او دوستانه اړيكې قائم دي او دا اړيكې هره تېريدونكې ورځ لا مضبوطېږي۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ په دې موقع د جاپان سفير په مهمو اقتصادي اصلاحاتو د خزانې وزارت له مباركي وركړه۔ د خزانې وزير د جاپان سفير د جذبات مننه كولو سره هيله څرګنده كړه چې د سفير په سفارتي موده كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه مرسته لا زياته شي
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea