اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي به روان كال لپاره خپل 10 غوره كتابونه تجويز كوي. په سوشل مېډيا پلېټ فارم د ايوان صدر لخوا د جاري شوي پېغام له مخې د كتابونو تجويز كولو خپل روايت په ځائ ساتلو سره به صدر مملكت ډاكټر عارف علوي روان كال لپاره هم خپل 10 غوره كتابونه تجويز كوي. صدر مملكت په خپل مختصر وېډيوئي پېغام كښې وئيلي دي چې هغه چرته هم ناست وي، هلته د كتابونو يوه ذخيره وي. زه ګڼم چې علم په نړۍ كښې زيات او وخت محدود وي. ده ووئيل چې خلق دې د كتابو لوستلو شوق وساتي ځكه چې جامع معلوماتو لپاره د دې زيات كوم بل لګژري نه شي كېدے. صدر ووئيل چې د الله تعالٰی علم په كائنات كښې ډېر دے او عالم جوړېدو لپاره په زعم كښې د راتللو په ځائ بايد په دې ځان پوهه كړې شي چې انسان څومره لوسته كوي هم دومره هغه ته زيات كائنات په نظر راځي.
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena