اسلام آباد 30 جون (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په سيمه ايزه كچه د مرستې عمل په تندولو زور راوړولو سره وئېلي دي د منطقې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره تجارت٬توان٬كركيلې او نورو څانګو كښې د مرستې د لارې د شريك پرمختګ مقصد ترلاسه كېدے شي۔د پارليماني پلاوي مشرۍ كولو سره د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د غېر جانبدار تحريك پارليماني نېټ ورك آذربائيجان كنفرنس كښې ګډون كولو ۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د كنفرنس ګډون كوونكو ته د وېنا كولو په مهال د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان او آذربائيجان د ورورورلۍ اړيكې په مذهبي او كلتوري مماثلت قائمې دي او د اعلٰی كچ پلاويو تبادله د دې خبرې عكاسي كوي چې دواړه هېوادونه قوي او د ورورورلۍ شراكتداري مهمه ګڼي۔ده هيله څرګنده كړه چې مونږ به د شريك پرمختګ په خاطر د ورورورلۍ اړيكې د دې جوش او جذبې تر مخه برقرار اوساتو او د دې كنفرنس ښې نتيجې به رامخې ته شي چې په سبب به يې د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره په ګډه د كار كولو تجاويز وړاندې راشي۔ده ووئيل دا كنفرنس ډېر په مهمه موقع شوے ځكه چې سږ كال نه يوازې د آذربائيجان د آزادۍ 30 كاله بشپړ شول بلكې د پاكستان او آذربائيجان دوه اړخيزه اړيكو هم 30 كاله وشول٬ دا يوه تاريخي موقع ده۔د سېنېټ چيئرمېن د پاكستان پارليمان او حكومت لخوا د آذربائيجان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔په بحث كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د غېر جانبداره هېوادونو تحريك په نړيواله كچه يو داسې فورم دے كوم چې په نړۍ كښې د امن ودې لپاره هڅې كوي۔ده ووئيل د كشمير او فلسطين غوندې مسئلو باندې خاموشي د غېر جانبداره تحريك فلسفې په ضد عمل دے۔د سېنېټ چيئرمېن دا خبره په ښكاره وكړه چې پاكستان تل په نړۍ كښې د مظلومو لپاره غږ پورته كړے او پاكستان د رنګ٬نسل او مذهب په بنياد د امتيازي سلوك غندنه كوي۔د سېنېټ چيئرمېن په هند كښې د نبي كريم(ص)په شان كښې ګستاخۍ د انسانيت د اصولو په ضد ګرځولې او وئېلې يې دي دا عمل د غېر جانبداره هېوادونو د تحريك بنيادي اصولو هم په ضد دے ۔د ترهه ګرۍ په اړه د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ او شرخوښۍ په ضد هلې ځلې كوي ٬ تراوسه 70 زره څخه زياتو كسانو د خپلو ځانونو قرباني وركړې او معيشت په اربونو ډالره زيان پورته كړے۔ده كنفرنس كښې ګډون كوونكو لپاره د نيكو خواهشاتو څرګندونه وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن د پاكستان دريځ په ښه ډول وړاندې كړو په كوم چې ګډون كوونكو د هغه ستائنه وكړه او داد ئې وركړو
تجارت٬توان٬كركيلې او نورو څانګو كښې د مرستې د لارې د شريك پرمختګ مقصد ترلاسه كېدے شي۔د سېنېټ چيئرمېن په آذربائيجان كښې وېنا
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار