وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركيې نائب صدر جوددت يلماز او د تركيې خارجه وزير هكان فيدان سره ملاقات٬د دوه اړخيزه او شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه


تهران 22 مئی (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركيې نائب صدر جودت يلماز او د تركيې خارجه وزير هكان فيدان سره د ارواښاد ايراني صدر ډاكټر سيد ابراهيم رئيسي او د هغه د ملګرو په اړه د غمرازۍ دستورې په مهال ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه او شريكې خوښې په نورو چارو خبرې اترې وشوې۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د پاكستان او تركيې ترمينځه په بېلو څانګو كښې مرستې لا زياتولو ته اتفاق راغلو ۔دغسې وزيراعظم د تركيې صدر رجب طيب اردوان ته د پاكستان دورې كولو د بلنې پخلے هم وكړو۔