اسلام آباد۔31مئی(اے پی پی) د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي په محصولاتو كښې د زياتوالي حوالې سره د سيالكوټ چېمبر او كاروباري ورورلۍ خذمات د ستائنې وړ دي۔ ده دا خبره د شورؤ په ورځ د اېف بي آر په هيډكوارټر كښې د سيالكوټ د صنعت او تجارت پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه۔ په دې موقع د دفاع وزير خواجه محمد آصف هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل د مشكل اقتصادي وضعې باوجود حكومت به په هېواد كښې د تجارت او سرمايه كارۍ ودې لپاره اقدامات جاري ساتي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې سوداګرو او سرمايه كارو په ګډه د سخت وخت مقابله وكړه او هېواد يۍ مشكل صورتحال څخه بهر كړو۔ ده په محصولاتو كښی د زياتوالي حوالې سره د سيالكوټ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري د خذمات ستائنه وكړه او د دوئي بجټ تجويزونه يۍ خوشبين وګرځول۔ ده ووئيل حكومت به د دوئي د وړاندېزونو او سپارښتنو جاج اخلي او بجټ كښې د دې شاملولو له به ګامونه پورته كوي
په محصولاتو كښې د زياتوالي حوالې سره د سيالكوټ چېمبر او كاروباري ورورلۍ خذمات د ستائنې وړ دي۔ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار پلاوي سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ