اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د پاكستان چيف جسټس جسټس عمر عطاء بنديال د آډيو ليکس انکوائري کمېشن جوړولو په ضد د دائر كړے شوي درخواست سماعت لپاره پنځه كسيز لارجز بنچ جوړ كړے دے۔ د سپريم كورټ لخوا د زيارت په ورځ د جاري سپليمنټري كاز لسټ له مخې پنځه كسيز لارجز لارجز بنچ به (نن) د جمعې په ورځ د دائر كړے شوو بېلو آئيني درخواستونو سماعت كوي٬ د سپليمنټري کاز لسټ له مخې چيف جسټس جسټس عمر عطاء بنديال په مشرۍ كښې به جسټس اعجاز الاحسن، جسټس منيب اختر، جسټس سيد حسن اظهر رضوي او جسټس شاهد وحيد په لارجر بنچ كښې شامل وي۔ د يادونې وړ ده د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان، د سپريم کورټ بار صدر عابد زبېري او عمومي سېکتر پشمول او نورو بېلو كسانو د آډيو ليكس كمېشن جوړول په سپريم كورټ كښې چېلنج كولو له آئيني درخواستونه دائر كړي دي
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ