اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) نړيوالې معاشي مجلې “بېرونز ايشياء” پاكستان د سوئيلي آسياء په ??امونو كښې د رامخې ته ك??دو??كو مثبت بدلونونو علمبردار هېواد ګرځولو سره وئيلي دي چې سرمايه كار دې هند هېر كړي او په خاموشۍ رامخې ته شويو د هند ګاٶنډي هېوادونو پاكستان ٬ بنګله دېشن او سري لنكا كښې دې د سرمايه كارۍ څخه استفاده وكړي۔ دا خبرې نړيوالې معاشي مجلې بېرونز ايشياء ” هند هېر كړئ٬ بيا لپاره د زړه راښكونكو موقعو خواهش لرونكو سرمايه كارو د هند د سوئيلي آسيائي ګاٶنډيانو پاكستان ٬ بنګله دېشن او سري لنكا ته وګورئ” په سرخط خپل يو مضمون كښې ليكلې دي۔ د مضمون له مخې د 39 كروړه آبادۍ مجموعي سره دا درې وا??ه هېوادونه د هند په ضد سوئيلي آسياء كښې رامخې ته كېږي٬ درې وا??ه هېوادونه ګړندۍ شرح نمو٬ زيات پكار اصلاحات كولو او د اوږدې مودې د آبادياتي خوږو څخه استفاده ته چمتو دي۔ د اېسټ كېپټل فنډ مېنجر اېډريان پاپ بېرونز آيشياء ته ووئيل په ??ړيواله كچه د ګڼ شمېر نورو معيشتونو مقابله كښې به په ځانګړې توګه جګې شرح نمو سره سره د غوره آبادۍ اړخ لرونكي هېوادونه په راتلونكو څو كلونو كښې د نمو معاونت روان ساتي۔ په ??ضمون كښې وئيلي شوي دي چې پاكستان د سوئيلي آسياء په ??امونو كښې د رامخې ته ك??دو??كو مثبت بدلونونو علمبردار هېواد دے٬ وزیراعظم محمد نواز شریف په افراط زر قابو موندلې او د بجټ زيان ئې كم كړې٬ د پاك پوځ لخوا د زيات سخت اقدام له مخې ترهه ګرۍ پشا ك??دو??كي په ??ظر راځي٬ د چين سرمايه كار هم راغلي او د توان ٬ انفراسټركچر په ??نصوبو به 50 اربه ډالره خرڅ كوي ٬ د پاكستان نورې جګې شرح نمو لپاره د توان زياتوالې ډېر مهم دے۔ مضمون كښې وئيلي شوي دي چې دسمبر كښې د پاكستان سټاك اېكسچېنج د چين سرمايه كارو په ??نسورشيم خپل 40 فيصده حصص خرڅ كړي٬ د سټاك اېكسچېنج انډېكس د تېر كال د پېل څخه 50 فيصده زيات شوے٬ اېم اېس سي آئي پاكستان ته د رامخې ته ك??دو??كي ماركيټ درجه وركولو پ??و مائله دے۔ مضمون وړاندې ليكي چې د ګاز په حصحص كښې تېر كال 45 فيصده زياتوالې شوې او 30 فيصده نور زياتېدې شي۔ د تېلو بېعې كښې نورې كومې بحالۍ سره به آئل اېنډ ګاز ډوېلپمنټ ته ګټه ورسي ٬ سږ كال په ??اد شويو حصحص كښې د 17 فيصده او راتلونكي كال د 20 فيصده اضافې توقع ده ۔ د تعمیراتي هلو ځلو او پرمختيائي منصوبو پحقله مضمون ليكلي دي چې د ډي جي خان سېمنټ كارخانه كومه چې د 40 لكه ټنه كلن ګنجائشن سره د هېواد تر ټولو لويه كارخانه ده٬ د دې سټاك د پاکستان پورټ فولیو له ښه بنياد وركوي٬ دې كارخانې له هېواد كښې د اربونو ماليت نوې انفراسټركچر څخه استفاده كول پكار دي۔ مجلې ليكلي دي چې د بندونو او لويو منصوبو په سبب د سيمنټ په څانګه كښې سرمايه كاري به ګټوره وي۔
” هند هېر كړئ٬ د زړه راښكونكو موقعو خواهش لرونكو سرمايه كارو د هند د سوئيلي آسيائي ګاٶنډيانو پاكستان ٬ بنګله دېشن او سري لنكا ته وګورئ”
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل