اسلام آباد۔22مئی (اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله وئيلي دي عمران خان په هېواد كښې د اړي ګړي رامخې ته كولو او د فتنې فساد خپرولو هڅه كوي٬ ځوانان بې لارې كوي نو ځكه ددې فتنې بايد مخنيوې وكړې شي۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل نن د ګل په ورځ به د اتحادي ګوندونو مشرانو سره مشاورت كولې شي په كوم كښې به چې د عمران خان د لانګ مارچ په اړه د راتلونكي وخت لپاره تګلاره وضعه كولې شي۔ ده ووئيل عمران خان به لانګ مارچ كولو سره هېواد ته زيان ورسوي۔ ده ووئيل زما رائې دا ده چې د لانګ مارچ بايد مخه ونيولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حكومت به د عمران د دړكو له ويرې كوم اعلان نه كوي۔ ده ووئيل هېواد كښې د ټول ټاكنو په اړه پرېكړه به د اتحادي ګوندونو مشرانو مشاورت سره كولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځوب كښې ده ووئيل د پټرولیم مصنوعاتو په نرخونو كښې اضافه به اولس اعتماد كښې اخستلو سره وكړؤ۔ده ووئيل سولييز احتجاج د ټولو سياسي ګوندونو جمهوري حق دې ولې د قانون په خپل لاس كښې د اخستو اجازه به چا له نه ورنكړؤ۔ ده وئيل كه د قانون خلاف ورزي وكړې شوه نو قانون به خپله لاره پخپله جوړوي
عمران خان په هېواد كښې د اړي ګړي رامخې ته كولو او د فتنې فساد خپرولو هڅه كوي۔ حكومت به چاته هم د قانون په لاس كښې د اخستو اجازه ورنكړي۔ داخله وزير رانا ثناﺀ الله
مضمون کا ماخذ : quina acumulada