اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې معاشي اشاريے مثبت دي، نړيوالې مجلې هم د پاکستان د معيشت ستائنه كوي٬ په پنشن اصلاحاتو وړاندېزونه طلب كړې شوې دي٬ كله چې دې ته حتمي شكل وركړے شي نو ميډيا او اولس به خبرولې شي۔ د نهې په ورځ د پي ټي وي په مركزي دفتر كښې د خزانې وزير محمد اورنګزيب او د قانون او انصاف وزير اعظم نذير تارړ سره په ګډه پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې ده ووئيل هېواد د تاريخ په ھغه موړ ولاړ دې چرته چې اصلاحات ضروري دي۔ ده ووئيل معيشت په درست لور روان دې معاشي اشاريے مثبت دي، نړيوالې مجلې هم د پاکستان د معيشت ستائنه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم اقتدار ترلاسه كولو سره تر ټولو وړومبې د خرڅونو د كمي خبره كړې٬ حكومت يو خوا په ريونيو كښې اضافې لپاره اقدامات كړي نو بلخوا ئې په خرڅونو كښې هم كمې كړې۔ په پنشن كښې د اصلاحات په اړه ده ووئيل د تېرو څو اوونيو راهسې په ميډيا د پنشن اصلاحاتو پحقله ګنګوسۍ كېږي او دا يوې ادارې سره تړلې كېږي۔ ده ووئيل د پنشن اصلاحاتو پحقله تجويزونه طلب كړې شوې دي٬ په دې تجويزونو به غور كولې شي۔ ده ووئيل غلط فهمۍ او ګنګوسو څخه بچ كېدو لپاره مونږ هڅه كوٶ چې كومه معامله په كابينه٬ حكومت يا په كوم بل فورم پرې غور وشي٬ ھغه دې ميډيا ته وړاندې كړې شي دغسې چې مناسب تجويزونه رامخې ته شي٬ دغسې مونږ د پروپېګنډا او فېك نيوز څخه هم بچ كېدې شو۔ وفاقي وزير ووئيل د ملازمانو د سروس د دورانيې د زياتولو پحقله په تجويزونو غور روان دې، كله چې دې تجويزونو ته حمتي شكل وركړې شي نو ميډيا او اولس به خبر كړې شي۔
معاشي اشاريے مثبت دي، نړيوالې مجلې هم د پاکستان د معيشت ستائنه كوي٬ په پنشن اصلاحاتو وړانديزونه طلب كړې شوې دي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز